د دغه لیک لحن نه یوازي آمرانه دي بلکه پکښي ګواښ شوي چي که افغان خبریال ته سزا ورنکړل شي نو د ايران او افغانستان د ورورګلوي اړیکي به اغیزمنې شي
د بې پولو خبریالانو سازمان په حواله، لوي څارنوالي د همدغه لیک پر بنسټ ښاغلی کوهدامني زندان ته واچوه او مستنطقینو ورڅخه د ح”حضرت“ خمیني په اړه ګڼې پوښتنې-ګرویږنې وکړي
د افغانستان حکومت چي په تیرو څو کلونو کي د بیان آزادی، د خبریالانو د ملاتړ او دموکراسۍ شعارونه ورکوي بیله دې چي د ایران سفیر ته لارښونه وکړي چي د رسنیو د سرغړوني کمیسیون ته شکایت وکړي تر څو د قانوني او اصولي لارو دغې موضوع ته کتنه وشي – افغان خبریال یي سملاسي زنداني کړ. داسي ښکاري چي د ایران سفیر د خبریالانو د بندي کولو او قانون ماتولو کړنلاره له ولسمشر حامدکرزي څخه زده کړي، ځکه ښاغلي کرزي هم د ملي امنیت له لارې څو خبریالان زندان ته واچول چي ښه بیلګه یي د آریاناټلویزون خبريال نصیر فایض وو
د همدغه خبر د خپریدو په مهال، په تهران کي د افغانستان د سفارت یوه چارواکي اعلان وکړ چي دوې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد او غیرانساني چلند په درولو کي بې وسه شوي دي
زموږ لوي څارنوال د ایراني سفیر د خوشحالولو لپاره د خپل هیواد قانون ماتوي او خپل يو هیوادوال په هيڅ جرم زندان ته اچوي، خو ولي ایراني چارواکي د افغان کډوالو په اړه زموږ د ولسمشر پله-پسې غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه کوي؟
آیا دې ته اړتیا نده چي له لوي څارنوال څخه وپوښتل شي چي د کوم قانون پر بنسټ او ولي یي فهیم کوهدامني بندي کړ؟
ولسي جرګه چي پخوا يي د پوهنتون-دانشګاه د لانجې پر سر څو ځلي د اطلاعاتو کلتور وزير وپوښته، اوس باید لوي څارنوال وپوښتي چي ولي يي قانون مات کړي؟
Monday, April 27, 2009
که لوي څارنوال قانون مات کړي، نو بیا؟
»»»»»»»
»»»»»»»
د بې پولو خبریالانو سازمان په کابل کي د ایران د سفیر هغه لیک خپور کړي چي پکښي نوموړي د افغانستان لوي څارنوال ته ويلي د امروز تلویزون يو خبريال توقیف کړي او سزا ورکړي. خبریال فهیم کوهدامني د ایراني سفیر لخوا پدې ګرم بلل شوي چي ګواکي د ایران د انقلاب بنسټ ایښودونکي، خمیني، ته یي سپکاوې کړي دي. د لیک د لوستلو څرک
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment