Wednesday, March 10, 2010

تيروتنه
نن سبا يوه ستره تيروتنه د ګڼو خبريالانو او شنونکو لخوا تکراريږي: "په تيرو اتو کلونو کي د رسنيو پرمختيا او لاسته راوړنې د ولسمشر کرزي د واکمني له سترو لاسته راوړنو شمير کيږي"ا

اکثر دغه متناقض استدلال په هغو خبرونو او شننو کي ډير اوريدل کيږي چي د حکومت لخوا پر رسنيو د بنديزونو، له خبريالانو سره د چارواکو د زورياتيو او يا نورو ناسمو چلندونو په تړاو وي

د غيرحکومتي رسنيو پرمختګ د هغو سلګونو او آن زرګونو خبريالانو، ليکوالو او فرهنګيانو ګډه لاسته راوڼه ده چي د لږو امکاناتو په لرلو او د سترو خنډونو، ګواښونو او ننګونو په زغملو يي د ژبې، قلم او فکر په مټ د رسنيو نهال پاللي او روزلې دې

افغانستان کي د رسنيو پرمختګ د شهيد صمد روحاني، اجمل نقشبندي او ګڼو هغو خبريالانو او ليکوالو د سرښيندنو له برکته ترلاسه شوي چي د تيرو اتو کلونو راهيسي له هر زورور او واکمن څخه يي څاپيړې خوړلي دي

د بيان د آزادي او د رسنيو د بريا اصلي ساتونکي او ګټونکي نه حامدکرزي، نه يي مخالفين او نه يي هم باندني ملاتړي دي - بلکه هغه ويښ ځوانان او پيغلي دي چي ګډ نوم يي افغان خبريالان دې

لطفا، په وينو او خورا سختو ستونزو ګټل شوي د رسنيو د برياوو وياړ د سياسيونو او واکمنو په دستار مه ټومبوي

No comments: