د ملا څلورم واده
ملاعبدالحي پر ږيره لاس تير کړ او بيايې ګوتي تر زني لاندي کړې او اوږده په تک تور رنګ لړلې ږيره يي په څلورو برخو وويشل - د طالبانو په اصطلاح ږيره يي خلال کړه او سنت يي پر ځاې کړ.
“ دا لوي ملاصاب هم عجبه زوره ور فرمان ورکړي، کابل کې به ودونه نه کوۍ
ياره سخته مې يوه نوي واده ته زړه کيږي”
بيايې څنګ ته پيتاوي ته ناست ملاعبدالقيوم ته وکتل او وې ويل
“انډيواله سنت به پوره کوو! دا خو د نبي عليه صلاة و عليه سلام طريقت دې”
ملاعبدالقيوم چې د نصوارو د دبلي په هينداره کي ځانته کتل او کله نا کله به يي کوم اوږد بريت د کوچنې قيچي په مرسته پرې کوه، وويل
“ملاصاب تاخو دا څو مياشتي دمخه واده وکي! ”
بيا موسکې شو او زياته يې کړه
“ته څلورمه نکاح پوره کوې، موږ ته ګوره چې د اولي له ولوره نه خلاصيږو او ....”
ملاعبدالحي خبرې ته وروليد
“پرتا د خداې نده پيرزو، موږ خو مخلصه يوو – شاکره يوو ځوانه! تا خامخا ناشوکري کړې”
ملاقيوم قيچي چرمي پوښ ته واچوله او د نصوارو دبلې يي په ګوته وټکوه او د دبلې د سر د تاوولو پر مهال يي وپوښتل
“آښه ملاصاب کور والاوي چيري دي؟ ”
ملاعبدالحي په بې خونده لهجي ځواب ورکړ
“درې سره مي کلي کې کښېنولي، دا پنځمه مياشت ده چي کور ته نه يم ورغلي. ”
ملاعبدالحی ولاړ شو او پټو يې اوږې ته کړ
“ ولاړ شم اودس تازه کم، خداې ياد کوو ”
No comments:
Post a Comment