Sunday, September 28, 2008

پښتانه او ګلوبلايزيشن
با سواده كه بيسواده؟

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ هوايي ډګر په دوهم ترمينال كي يوه ډله پښتانه له ټولو نورو خلكو ډير توپير لري. دوې چي غالبا د خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو څخه وي په عربي هيوادونو كي په ساختماني، موټرچلونې او ورته نورو درنو كارونو بوخت دي. هغه څه چي دغه مسافر-كارګران له نورو جلا كوي د دوې جامې، د كالو غوټې، نصوار او بيسوادي ده. كه څه هم ګڼ دغه كارګران له كلونو راهيسي د ډوبې په څير په عصري ښارونو كي كار او ژوند كوي خو په پايله كي دوې بيله نقدو پيسو نور هيڅ كور او كلو ته نه وړي.

پداسي حال كي چي موږ تعليم يافته پښتنو خپلې جامې، ژبه، كور كهول او ډير نور ارزښتونه د بدلېدونكۍ نړۍ له دود او فيشن سره د سمون په موخه بدل كړي او د بدلون دغه بهير اوس هم روان دى د سواد او بيسوادۍ په اړه يوه فلسفي پوښتنه رامنځته كيږي: آيا بيسواده پښتانه د باسوادوو په پرتله د ګلوبلايزيشن (نړيوالتوب چي ګڼ يي د امريكايي او غربي كيدو بهير بولي) د كلتوري يرغل په وړاندي ډير ځواكمن او غښتلي ندي؟

زه مخصوصا د ګلوبلايزيشن پر كلتوري اړخ ټينګار كوم او د دغه بهير له ټكنالوژيك او پرمختيايي ځانګړتياوو يي جلا ارزوم ځكه خو هيله كوم چي د موبايل او كمپيوټر كارول له كوباي-پتلون او ټي-شرت د اغوستلو سره بايد ګډ نكړو.

مدرني نړۍ موږ ته دا تعليم ښه راكړي چي بيسوادوو كسانو ته په كښته سترګه وګورو او هغوې تر ځان كم عقله وګڼو، خو زه فكر كوم لږ تر لږه له يوه اړخه بيسواده پښتانه تر ډيرو باسواده پښتنو د پښتو او پښتونولى ښه ساتنه كوي.

زما هدف هيڅكله دا ندې چي بيسوادي تر باسوادې او تعليم غوره ده. زه غواړم د باسواده پښتنو يوې سترې نيمګړتيا او كمزورتيا ته ګوته ونيسم او دا ووايم چي كه ډير نه حداقل د خپلو بي تعليمو وړونو او خويندو په څير بايد موږ هم خپلې خاصې ځانګړتياوې وساتو او وي پالو
.

1 comment:

Unknown said...

ماته د ګاندي خبره رایاده شوه چې څه دا ډول یې ویلي وو: زما دروازې پرانیستې دي چې د هر بل کلتور شمال زما کور ته راننوځي او ترې تیر شي، چې په طبعي ډول به د کور انګړ ترې متاثره کېږ، خو نه پریږدم چې دغه شمال زما د کور هر څه له ځان سره ویسي.
خبره دا ده چې زموږ په هېواد کې له بده مرغه هیڅ شی د تکامل طبعي سیر ته نه پریښودل کېږي او همدا علت ده چې پر کابل هر راتلونکی شمال له ځان سره هر څه وړي .