Sunday, November 8, 2009

قبیلویت که قانونیت

د ټاكنو د كميسيون لخوا د حامد کرزی تر بيا ټاكل كيدو وروسته دوه ډول بحثونه په رسنيو او ټولنه كې اوريدل كيږي. يو شمير د ښاغلي كرزي د بياټاكنې ملاتړ پدې استدلال كوي چي ګواكي د ټاكنو د كميسيون پريكړه سمه او قانوني وه او لدې پرته د حل بله لاره نه وه. نور بيا د ښاغلي كرزي بياټاكنه غيرقانوني، حكومت يي نامشروع او د منتخبه ولسواكۍ پايله بولي.

په خصوصي او آزادو بحثونو كي بيا خبره د ( تاجك) او (پښتون) كيږي او همدغه قومي هويت د بحث كوونكو د استدلال او خبرو اساس جوړوي. د بيلګي په توګه ډيرو پښتنو، آن روڼ اندو، ماته ويلي چي د ټاكنو د كميسيون پريكړه دوي ته لدې كبله د منلو وړ ده چي (پښتون كرزي) پكښي ګټونكي دي. ګڼو نورو بيا راته ويلي چي د ټاكنو د كميسيون پريكړه يي لدي كبله نده خوښه چي د (پنجشيري عبداله) په زيان وه.

څرګنده خبره ده چي ډيرى شننونكي او څيړونكي د ځاني ګټو او قومي اړيكو پر بنسټ سياسي دريځ نيسي او بيا د نورو د خطاايستلو او يا لږ تر لږه په نورو د منلو په موخه يي د خپل خوښې قانوني او عقلاني تعريف وركوي.

دغو دوو حاكمو ډلو ته په كورنيو او نړيوالو رسنيو كي دومره ډير ځاي وركړل شوي چي له دوۍ دواړو جلاتوب او ناپيليتوب ته اصلا پاملرنه نه كيږي. له ټاكنو سره يو بل ناسم رامنځته شوې ذهنيت دا دي چي كه چا پر ښاغلي كرزي د نه قانونيت او ناسم مشرتوب نيوكه وكړه نو سملاسي د ښاغلي عبداله پورې تړل كيږي. دغه ډول يو تور، په ځانګړي توګه پر يوه پښتون، د قومي خيانت په څير ګڼل كيږي – هغه څه چي هيڅوك يي نشي زغملاي.

زما له انده كه څوك د ټاكنو بهير ناكامه او يا بريالي بولي د دواړو مسووليت او يا لاسته راونه د دريو غاړو تر منځ ويشل كيږي: د ټاكنو كميسيون، حكومت او ډاكټر عبداله.

خو هغې درې غاړې چي په ټاكنو كي پاتي راغلي څرګنديږي هغه د افغانستان ولس، قانونيت او ولسواكي ده.

موږ د يوه څرګند دليل له كبله له قبيلوي تړاو پرته د ټاكنو د كړكيچ ارزونه په ناپيلي او قانوني توګه نشو كولې او يا يي نه غواړو. دا دليل زموږ په ټولنه كي حاكم قبيليويت دي چي موږ اړ باسي هر قانون او هره پريكړه د خپلو قبيلوي هويتونو په رڼا كي ومنو.

د انديښنې خبره خو دا ده چې د قبيليويت ګټه ولس او آن قبيلو ته نه رسيږي بلكه اصلې ګټه تر ينه ښاغلي كرزي، ښاغلي عبداله او د نورو قبيلو معامله گر يي اخلي.

د افغانستان په قومونو كي سياسي شعور تر هغه پوړه ندې پوخ شوې چې يو پښتون د يوه ناوړه، فاسد او قانون-ماتوونكي پښتون ولسمشر اوږد-مهالي زيانونه وپيژني او په اړه يي سم قضاوت وكړي، ازبكان او هزاره ګان د څو جنايتكارو مشرانو ړوند ملاتړ ونكړي، او تاجكان د خپلو قومي معامله ګرو له دام څخه ووځي.

كله چي قانون، ولسواكي او عقلانيت خپل ارزښت او واكمني قبيلويت ته وبايلي هلته بيله د ګوتو په شمار قومي دلالانو نور ټول خلك بايلونكي وي.

No comments: